دامــــریکـــی غلطــــه محـــــاســـبــــه !
ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل)

 

 دانټرنیت  دمنابعـوڅخه

 

جام جم دچهارشنبی په ورځ  د۱۳۸۵لمریز کال دغویی دمیاشتی په شبږمه ۶مه نیټه،او د۲۰۰۶ م کال داپریل دمیاشتی په ۲۶مه نیټه ولیکل :دجورج بوش سفراو ورتک دهند وهیوادته چې په سیمی کی دروسیی دواک  ودوهمی امنیتی کړۍ ته نفوذ کول بلل کیږی له دی کبله دځیر وړدی او  ددی ښکارندوی دی چې امریکاپه آسیا کې یې یونوی سیاست  غوره کړی دی چې دهغه پربنسټ دچین دهیوادضعیفه کول اودروسیی ګوښه کول اوځانته کول په سیمی کښې اوداسلامی نړی دیوی برخی  جلاساتل داسلامی نړی  څخه چې دااوس داسلامی  دوران دجریانونوویښیدل دی .     

که په تیرولسیزوکښی دهنددبهرنیوسیاستونوولمړنیوبرخـــوته ځیر شو وینوچې د جـــواهـــر لعل نهرو له وخت اوزمانی نه راپه دی خوااو بیادواجپايي ترحکومت پوری ،هند ډیری پراخی اړیکی یې دروسیی سره درلودل اوپه اساسوشرایطوکی یې دمسکوددریځ   نه په سیمی کښی درامنځته شووپیښوپه هکله  دمسکو  نه یې ملاتړکړی دی اوتل د امریکی دسیاستونوپه وړاندی په مخالفت کی وو.دهغه له جملی نه په ۱۹۷۱م کال کې یوهم  دبنګلادیش دخپلواکې اودجګړې پیښه وه چې دهلي اوواشینګتن دپیښی اوقضیی په دواړوخواوکی دموضوع په هکله ددووکتنواولړلیدسره مخامخ  قراردرلودل،دغه دلړلیدتوپیرونه دشوروی لخوادافغانستان دنیونوپه وخت کی هم تکرارشول  .

 واشینگتن دافغان مجاهدینو نه چې دشوروی دیرغل مخالفین وو ،ملاتړیې کولو اودهلی دمسکودسیاستونو

تر څنګ،دافغانستان په هکله ولاړوو.ددغواوږدواستراتیژیکواړیکو ددوران په موده کښې دهنداودروسیی اړیکی ترهغه ځایه پوری پراخـــــه سول چې برسیره پردوواړخیزواوڅواړخیزو ډول،ډول علمی اوتسلیحاتی زده کړواوعلمی فنونو په راکړه وکړه باندی، هستوی زدکړی اوفنونه یې هم رامنځته کړاودغه استراتیژیکی اړیکی ددووهیوادونوپه منځ کې وه چې ددا څوتیرلسیزو په موده کې دامریکی ملاتړد پاکستان په هکله یې رامنځته کړاوپه حقیقت کې داسلام آباداودواشینګتن ټینګی اړیکی دمسکونه دهنددسیاستونو دلاملاتړسبب وګرځیدی ،چې دغه کار بیا دهنددهستوی ازموینی له کبله ددغه هیواددتحریم درامنځته کولوسبب هم وشو.   

بله مسله دچین دورځ پرورځ  اقتصادی پراختیا اوداسلامی جریانونو ویښیدل په اسلامی نړی کې اودامریکی دنظامی ماتی اونه بریالتوبونه اغیزه پردغومسائلو باندی مهمه څیړنه رابرسیره کوی،اوله همدی کبله امریکی په خپل بهرنیو چاروکې یوی نوی پالیسی اوسیاست یې دبری دلاسته راوړلوله پاره داسیا په سیمی کښی دهندسره دنږیدوالی  په حرکت یې پیل  وکړاودغه دریځ یې غوره کړ.  

ددی لړلیدلمړنی داورلمبه ،دبوش پرپښوولاړلنډه کتنه د مان موهان سينگ سره دنړیوالی دوهمی جګړی دشپته کلنی کالیزی دپای ته رسیدوپه مناسبت چې په مسکو کې جوړه شوی وو اودنړی دسترو هیوادونودجمهورورئیسانو،لکه دالمان، فرانسی ، انگليس ، امريکا اودهندلمړی وزیرهم هلته ګډون کړی وو، اوبوش دهنددلمړی وزیردمان موهان سینګ سره په لمړنی لیدنه کې هملته په سره میدان کی یې وویل چې تاسی اوزه بایددغیرنظامی هستوی انرژی په هکله خبراتری وکړو ،په حقیقت کې دامریکی دیوی نوی اوستری استراتیژیکی اړیکی وړاندیزیې په آسیا کې  اعلان کړ،چې ومان موهان سینګ ته په زړه پوری وګرځیدی .

 فکر کیدی،ممکن وکولای سی  چې دپرمختګ یونوی پړاوددووهیوادونو ترمنځ رامنځته کړی ،په تیرکال کې درایس ورتګ ونوی دهلی ته دامریکا دنوی اسیایې سفرسره یوشان ته وبلل .ځکه کله چې رایس دهنددلمړی وزیر سره په یوه کتنه کې دامریکی دمرسته ترسریزی لاندی  یې دهندسره دیوی ستراومهم ځواکمن هیواد په اړه ولواوتبدیلولوسره په نړی کې اوپه یوویشتمه پیړی کې چې ګوندی داځواک رامنځته شي  صورت وموند، دغه خبره  په یوډول دامریکی دسیاست  ښکاره اوڅرګنده بیان دی .

دبوش سفراودهندسره دتجارت محدوده کولواوپه واقعیت کې هغه تحریمونه چې دهندددرو(۳)اټومی هستوی  ازموینی په هکله چې په ۱۹۹۸ م کال یې دراجستان په بیدیاوکی دغه ازموینی یې پیل اوترسره کړی وو،ودغه محدودیتونواوتحریمونوته یې دپای ټکی کیښیښود،اوهندته دغه مهمی مسلی لکه دهستوی تخصصی مسائلو اودسامانوالاتودلاس ته راوړلواوددی هیواددهستوی پروګرام دپوره کولو دپاره ډیر با اهمته اوارزښتمن ګڼل کیږی .            

همدارنګه دامریکی راتلوونکی موخی به په دی هکله  څه وي؟دامریکی راتلوونکی ددی موخوپلی کیدل اودسرمایه ګذاری رامنځته کیدل په هند کې دی،اوورپسی راتلوونکی موخی دهنددتولیداتواوجوړشوی هندی وسائلورانیول دی چې داکارددی هیواد دناخالصوملې تولیداتودجګوالی اوداقتصاددلوړه ولواو ددندو اودکارونو درامنځته کیدلو سبب  به هم و شی چې دغه موخي دهنداقتصادی نظام دآزاد اقتصادپرلوربه  رهی اوګامونه به یې اوچت  کړشی اوصورت ومومی ترڅولازم اوضروری بستردامریکی دسیاستونودپاره په هندکې رامنځته اوراپرانستل شی  .

بوش خپل داسیایی سفر دپیل نه مخکی چې و افغانستان،هنداوپاکستان ته ترسره شو،په واشینګتن کې داسیایې  په ټولیزغونډه کې یې ودې خبری اوښیی مسلی ته په اشاری سره یې وویل  : دامریکی اوهندموافقه دیو ی نوی جوړښت بدلون اوپیل د نړی په هستوی ډګر کې دی.

دامریکی جمهوررئیس په دی هکله یې وویل : موږدهندسره دغه کار پیل کوو اوددوي دهستوي کړنلاره  اوپروګرام د خبری اوتیوری څخه دعمل وډګرته وروځو ترڅوددواړوهیوادونوترمنځ باوراواعتمادرا منځته کړو.  

بوش په دی ناسته کې دګډوویناوترڅنګ لکه ژبه(انګلیسی ژبه) اودفیلمونوپه صنعت کی اوهمدارنګه دهند ځوانان چې دخوندورپیتزا وخوړلوته ورځ پرورځ  زیاتره مینه ښيې،ودغی مسلی ته یې هم اشاره وکړچې واشینګتن اودهلی هردواړه داسلامی غیرنظامی مسلحوګروپونوپه هکله چې مخ پرزیاتیدواوډیریدودی خبراتری وکړی اوهمدارنګه دچین دهیواد دپرمختګ اوځواکمن تیا دپراختیا په هکله اوله دی کبله درامنځته شوی بیری اوډارپه موردکی  هم خبری پری وشول .  

په رښتیاسره دبوش دغه ویناوي یوډول د ساموئل هانتينگتون دلړلید سره یوشان ښکاری،هغه داسلام دنږدیوالی په هکله دکنفوسيوس ددین سره په څیړنه کې دغسی یوه مسله رابرسیره کوي ،له بله خوانه دبوش دسفرپه بهیرکی ونوی دهلی ته دهنددبهیرنی چارووزیرددووهیوادونود(امریکی اوهند) دواړوغوښتنی  یې دیوی غښتلی اوکلک پریکړه لیک اوهوډ پربنسټ داسلامی هلال په وړاندی چې دمنځنی ختیځ نه تراسیا پوری جوړاورامنځته سویدی،اعلان وی اودغه پریکړه دایسا دثبات دپاره مثبت کاراوچاری ګڼی .     

هم هغسی چې ددی لیکنی په لمری برخه کی وویل سو ،دری -۳-موخی اوسیاسی هــدفونه،یعنی دچین تضعیفه کول،دروسیی ګوښه کیدل اوځانته کیدل ،او دیوسوری اوغاری پیداکول په اسلامی  نړی کې ،چې په دغه ډول کولای سو ووایوددغومسائلوپربنسټ دایو نوی دریځ دامریکی لخواوهندته بلل کیږی چې دهند دنوی دولت په منځته راتلوسره دغه بهیرپراخه سو.

سینګ چې په ۲۰۰۴م کال کې دمی په میاشتی کې دلمړي وزیر په توګه وټاکل سو، دی هغه  څوک  دی چې په ۱۹۹۳ کال کې دهندداقتصاددوزیرپه توګه دهنداقتصادی دروازی یې خلاص  پرانستل ،دی  پسله دلمړی وزیرکیدونه خپل لمړی سفریې دامریکی وهیوادته  ترتیب اوجوړکړ اومخته دخپل سفرنه وخبرلیکوونکی  اوژورنالستانوته یې وویل :دهنددغفلت دوران دامریکی سره په اړیکوکې پای ته ورسیدی اوموږ غواړو داقتصادی نړی په دننه( داخل) کی روغه وکړو.       
وروسته له دی سفره اوددغوویناووپه کولوسره دتیریونیموکلونوپه موده کښې دهلی دروسیی ،جاپان،انګلیس،فرانسی،امریکی اوداسترالیا دهیوادونودمشرانو ملیمه پال وو،دبوش سفردقیقآ یوه هفته وروسته دشیراک دسفر نه ودهلی ته صورت وموندچې د(شیراک)دسفرلاسته راغلی نتیجی دغیرنظامی هستوی پیمان لاسلیک ددهلی اوپاریس تر منځ  وو.        

امریکی په ۱۹۹۱م کال کې یوولس (۱۱)میلیونه ډالره سرمایه ګذاری یې په هند کی کړی وو، مګردسینګ دورتګ سره سم دلمړی وزارت وماڼی ته ، دامریکی سرمایه ګذاری په ۲۰۰۴ کال کې و(۶۲۰)شپږسووشلومیلیونوډالرو ته ورسیدی  . اوددواړوهیوادونوترمنځ تجارتی راکړی ورکړی اړیکی ترشلو(۲۰)میلیارده ډالرو نه واوښت  .

ددوو (۲) میلیون هندیانوشتون په امریکی کې چې هلته ژوندکوی اوهمدارنګه دبهیرنیومحصلینواوزده کوونکوپه نسبت، ترټولونه دهندی محصلینواوزده کوونکوشمیرپه امریکی  ډیردی،چې دغه مسله هم یومهم اصل دمرستی په دغوسیاستونوکښې ګڼل کیږی اوډیرعمده پانیت ویلی شو،اویوبل مهمه مسله هغه هم دچین ضعیفه کول ددغه لړلیددستروموخوله جملی نه شمیرکیږی .        

چین همدااوس دکاله شل (۲۰) میلیارده ډالره مالونه، شیان او ټوکی و امریکی ته لیږی او له دی کبله د دی  مالونواوشیانوټیټه بیعه (قیمت) دامریکی دخلکودتوجووړګرځیدلی دی،ددی هیواددولت نه سی کولای چې دچینی  مالونو،ټوکواودشیانوپرځای نورهمدغسی ارزانه مالونه اوټوکی دخلک دمصرف دپاره وړاندی کړی  ترڅودچینی  مالونو،ټوکواوشیانومخ نیوی دی وکړای شی .

 امریکی دخپل ځواک لپاره ،چین په راتلوونکی کې ځان ته  یولوی خطرګڼی اوپه دی باوری دی چې دچین هیوادبه په نړیوال ډګرکې دامریکی دنړیوالی  سترواک اودلمړی ځواک په توګه،امریکی ځانته لوی ګواښ بولې له همدی کبله دهندغښتلی کیدل اودهندی مالونو،ټوکواودشیانو صادره ول اولیږل دهندله خوا وامریکی ته،اودهغوی  توکواوشیانوواردیدل دامریکی لخوابه، دچینی مالونو،ټوکواونوروشیانوپرځای داکاربه عملی کیږی،چې دغه ډول کړنی دچین و(۱۲۰) میلیارده ډالري بازارته به لوی ګواښ اورقیب  وی اولوی تاوان به ورته رامنځته کړی،اوهمدارنګه دچین په لویدیزسیمی کښې ددی مسلی په وړاندی امریکاغواړی درقابت په خاطریولوی بازارپه دغه سیمه کې جوړاورامنځته کړی  .        

دبلی خوانه دهند نږدیوالی دامریکی سره دچین هیواد یې په یوبل نوی موقعیت کې دره ولی دی او دچین هیواداوس دنورو نوي دوستانو په لټه کی دنوی واک درامنځته کولو لپاره هڅی کوی اوغواړي دیوبل بازارپه پیداکولو کې دامریکی دبازارپرځای خصوصآ په سیمی کښې داسی یوبل بازار جوړکړی . په تیرولسیزوکښې  ددهلی اومسکو نږدیوالی وشوای کولای چې دغه شانته برابروالی دهند دپاره دچین په وړاندی رامنځته کړی۰

هم هغسی چې وویل شو،هنددمسکودوهمه امنیتی کړي وه۰دروسیی اقتصادی پرابلومونه اوپه هندکې دروسیی لخوا دسرمایه ګذاری نشته والی ،ددی سبب شوی دی چې امریکی خپل دهراړخیزنفوذپه هکله د اسیاپه سیمی کښې دیونوی سیاست په اعلان کولوسره دامریکی په بهیرنی چارو کی دغه شانته یوکړنلاره اوسیاست یې رامنځته او رابرسیره  کړی دی .         

دروسیی هیوادهم په دی لټه دی چې دګوښه کیدواوځانته کیدو له حالت څخه په سیمه کښی ځان وباسی اوددوستانوپه پیداکولو سره ددغه سیاست دبرابروالی په هلی ځلی کې دی ،اوممکن امریکی وشي کولای چې دخپل  غلط  نظامی کړنلاره په درک سره دمنځنی ختیځ په هکله ،داسلامی   ویښو جریانونوپه وړاندی ودی نتیجی ته ورسیدل چې هرومرو دی دهنددهیوادخواته مخه وکړی،ځکه دهندهیوادهم په نړی کې ډیرمسلمانان لری اودمسلمانانوډیرنفوذ په دی هیوادکې شته دی.         

واشینګتن زیارباسی په نوو لارواومیتودونوسره دنووریزفونوپه منځته راتللو اودڅواړخیزو مرستو اوپه دوواړخیز ډول سره ، چې عملآ نړی څرنګه چې غواړي هغسی شکل ورکړی اودراتلوونکو خطرونواوګواښونوپه وړاندی مبارزه وکړی،دغه خطرونه اوګواښونه دامریکی له لړلیدنه داسلامی جریانونوویښیدل، دچین  ورځ پرورځ  پرمختګ اودروسیی سیاسی رول اونقش بلل کیږی .  

همدارنګه هم هغسی امریکا چې  دخپل ناسموڅیړنوله کبله او په خپل ورتګ  سره  په عراق کې په ستری اوفاحشی  تیروتنی  اخته سو، دامریکی په دغه لړلیدکی هم دهنددهیواد په دننه کی د داخلی وضعیت څخه ښه   پوهه،معلومات اوپیژندنه نلری نودابه یوه بله ستره استراتیژیکه  تیروتنه به وی ،چې داهم دغلطی محاسبی اوڅیړنی  نتیجه ده .                

همداډول دایوڅرګند واقعیت دی چې هندډیر متواضع اوزیرک خلک لری اویوپرپنځمه برخه یې مسلمانان دی ، اودوی هیڅکله حاضرندی اونه غواړي چې هنددی دامریکی په سیاسي ډګرکې په اسیاکښی دی دامریکې دلاس اله داسلامی نړی ،دچین اودروسیی په وړاندی دی وګرځی .  

ددغوسیاسیت پوهانو دخیالی لړلید دانتظارخلاف ،چې ددغه وړاندیزرامنځته کوونکی یې درلود،داسی څرګندیزی چې دغه سیاست داسلامی ملیتونو په ګټه به وي . لکه پاکستان ،افغانستان اونورهیوادونه چې ټولو خپل بهیرنی سیاستونه یې دامریکی نه دملاتړ په چوکات کې  ایښی دی اوددوي دمصرف دختمیدودتاریخ سره سم چې دامریکی دګټوسره یې غوټه خوړلی دی،شاته وهلی سوی دی ،دغه هغه ترسترګورالاندی لیدونکی اوپوهیدونکی تجربې وي چې دهندی سیاست پوهانو دسترګوپه وړاندی قرارلری .

هنددیوغیر منسلک اوناپیلی هیوادپه توګه په قطعی  ډول سره پوهیږی چې په اوسنی شرایطوکی دامریکی دیوواحدسیاست ترچترلاندی ور تلل دهنددهیواد دمصلحتونواودملی ګټوپه ګټه ندی  .

البته دارنګه هندکولای شی ددغی لاری نه  هستوی مدرن سامان ،الاتو اوشیان ترلاسه کړی، همداډول دسینګ سفر والمان ته دیوی نندارتون دپرانستلودپاره دهانوورپه ښارکی قرار دی چې دهستوی مرستو په هکله دالمان سره په دی هکله خبراتری وکړی ،چې په  دی ډول دا مسله هم ډیر د پام وړدی  ./       

 

 


May 1st, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی